کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروزګان ولایت خاص روزګان ولسوالۍ په نویان، شاخه، کله خور، چهار آسیا، بادینزی او نکروز سیمو کې د ږلۍ او سېلابونو راوتو له امله په زرګونه جریبه د غنمو کښتونه زیانمن شوی او نور ګڼ مالی زیانونه یې اړولی.
د دغه ولسوالۍ اوسېدونکو ویلی، چې شوې ږلۍ او سېلابونو ورته زرګونه جریبه کښت زیانمن کړی، کورونه یې ویجاړ کړی او نور ګڼ مالی زیانونه یې ور اړولی دی.
دوی له چارواکو غوښتی، چې زیان لیدونکو سره دې مرستې ترسره کړی.
تېر کال هم د ورته سېلابونو له امله د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته په زیاته اندازه مالی او ځانی زیان اوښتی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ