کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۹مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د عوفی بهرام د کانونو د استخراج او پروسېس شرکت له مسوولینو سره په پکتیکا ولایت کې د ۷۲ میګاواټه برېښنا د تولیدی فابریکې جوړولو د عملی چارو د پیل په اړه خبرې کړې دی.
د خبر پربنسټ، دې لیدنه کې نوموړی شرکت د یادې پروژې د عملی چارو د پیل لپاره خپل چمتووالی ښودلی او د عملی چارو د پیل لپاره د زمینې برابرولو لپاره یې د لومړنیو چارو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.
خبر زیاتوی، چې په دې لیدنه کې د یاد شرکت مسوولینو په افغانستان کې د اسلامی بانکدارۍ په برخه کې هم د فعالیتونو ترسره کولو لېوالتیا څرګنده کړې او د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د دوی له لیوالتیا څخه ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړی، چې د اوبو او برېښنا وزارت به په اړوندو برخو کې له دوی سره همکاری وکړی.
د یادونې ده، چې څه موده مخکې د اوبو او برېښنا وزارت او د یاد شرکت ترمنځ د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د ۷۲ میګاواټه برېښنا د تولید پروژې د پلی کولو لپاره د همکارۍ هوکړه لیک هم لاسلیک شوی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ