کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۹مه نېټه):
د کابل ښاروالۍ مسوولین وایی، روان لمریز کال به د پنځه میلیارده او دوه سوه څلوېښت مېلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵۰ پروژې چې ۸۵ یې د سړکونو د رغولو په برخه کې دی، ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.
د کابل ښاروالی زیاتوی، په دغو پروژو کې د خېرخانې د کوتل، رحمان مینې او میرویس مېدان واټونه شامل دی.
د مسوولینو په وینا اوس د قلعه زمان خان تر عمومی سړکه د امنیت د پروژې د عمومی سړک جوړېدو چارې چې څه مودې وړاندې پیل شوې وې، پای ته رسېدلی دی.
ځایی اوسېدونکی د دغه سړک پر جوړېدو خوښ دی.
بل لور د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکی له کابل ښاروالۍ غواړی، چې په دغه ښار کې زېربنایی پروژې په یو ډول عملی کړی.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، پروسږ کال ۱۸۰ پروژې چې د سړک جوړولو، کانال جوړولو، د څلورلارو د رغولو، تنظیف او سمسورتیا پروژې په کې شاملی دی، عملی شوې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ