د روانې اونۍ په پیل کې په داسې حال کې چې اسلامی نړۍ د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې د دوه نوماندانو مبارزو ته ځېر وه، په ناڅاپی ډول په نیمروز ولایت کې له ایران سره په ګډه پوله د دواړو هېوادو پوله ساتونکی سره ونښتل او خبره بیا دومره لویه شوه چې تر څو د دواړو هېوادو مسؤولو جهتونو د جګړې د درولو هڅې کولې بیا پنځه کسه ایرانی عسکر او یو کس هم زمونږ له لورې وژل شوی او ګڼ کسان نور ټپیان شول.
پر دې سربېره د ایرانی ځواکونو توپچی ځواک بیا نه یوازې پر پوله پرتې سیمې چې آن د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار هم تر ډزو لاندې ونیول او ښاریان یې په سخته توګه ووېرول.
دا په داسې حال کې ده چې نژدې درې میاشتې وړاندې هم په ګډه پوله د افغانی او ایرانی پوله ساتونکو تر میځ نښته شوې وه چې هلته هم دواړو لوریو پر یوبل د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې وې او تلفات یې هم له ځان سره درلودل.
د ګاونډیو هېوادونو تر منځ پر ګډه پوله کله ناکله ستونزې پېښېږی خو ډېر کم داسې پېښېږی چې خبره دې د دواړو هېوادو د پوله ساتونکو تر وژل کېدو ورسېږی او شخړه دې بیا دومره لویه شی چې دواړه لوری دې د یو بل ښارونه د توپ خانې او درنو وسلو تر ړندو ډزو لاندې ونیسی او خبره دې بیا د دواړو اړخونو د ځواکونو تر مرګ ژوبلې پورې ورسېږی.
له بده مرغه د افغانستان سره د ګډې پولې درلودونکیو شپږو هېوادو څخه دوه هېواده( ایران او پاکستان) داسې دی چې تل یې په افغانستان کې د جګړې اور ته هم پکه وهلې او د افغانستان په چارو کې له پټو لاسوهنو نیولې بیا پر ګډه پوله تر تیری پورې، له هېڅ ډول مداخلې څخه هم ډډه نه کوی.
که د دغه مداخلو او لاسوهنو تاریخ راوسپړو حتمی به یې سپړل او څېړل د دې کرښو له توان څخه بهر وی، خو که یوازې د هغه چلند یادونه هم وکړو چې د دغه دواړو ګاونډیو، مسلمانو او وروڼو !!! هېوادو پوله ساتونکی ځواکونه یې له خوارو او مظلومو افغان کډوالو سره ترسره کوی، په یقین چې د تاریخ یو تور او کرغېړن باب ترې جوړیدای شی.
په تېرو اونیو کې چې کله ایرانی ولسمشر او ورسره لوړ پوړیو دولتی چارواکیو د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان له خوار او وروسته پرېښودل شوی ولایت څخه لیدنه درلوده، نو د دغه هېواد ولسمشر سید ابراهیم رئیسی بالکل د فلم د یوې تمثیلی صحنې په څېر له هر ډول ډیپلوماتیکو آدابو او د ګاونډیتوب له اخلاقو پرته، افغان لوری ته ګواښ وکړ چې ګواکې د هلمند د سیند له اوبو څخه باید د دوی حق ورکړل شی او وروسته یې بیا ګواښ هم وکړ چې که افغان لوری د هلمند سیند له اوبو څخه د دوی حق ورنکړی نو بیا به د پایلو مسؤول دوی په خپله وی.
په هغه ورځ د ایرانی ولسمشر او ورسره د دې هېواد د نورو چارواکو لهجه داسې وه لکه دوی چې د اوبو ستونزې پر سر همدا اوس غواړی پر افغانستان راودانګی او له ټولو هستوګنو سره یې یوځای خام وخوری. پداسې حال کې چې د هلمند په سیند کې او آن په ټوله کې د اوبو د کچې کمښت ایرانی لوری ته د کافی اوبو نه ورتګ، یوه فنی او تخنیکی ستونزه ده چې د لاسلیک شوی تړون له مخې یې د دواړو هېوادو تخنیکی ټیمونه حل کولای شی او دومره سیاست بازۍ ته پکې اړتیا نه لیدل کېږی.
اوس بیا چې کله په ګډه پوله د افغانی او ایرانی ځواکونو تر منځ شخړه رامنځ ته شوه او د ډزو په پایله کې دوه ایرانی پوله ساتونکی ووژل شول، د دغه هېواد چارواکو او پوځی قوماندانانو پرته لدې چې ډیپلوماټیک آداب او عرفونه په پام کې ونیسی په ډېره بې ادبانه لهجه افغانان ټول وګواښل او هغوی ته یې سپکاوی وکړ.
پداسې حال کې چې که ایرانی چارواکیو لومړی له هوښیارۍ او تعقل څخه کار اخیستی وای، دا جګړه او انسانی تلفات به نه رامنځ ته کېدل او که بیا شخړه رامنځ ته شوې وای هم د دواړو خواوو د اړونده چارواکیو او فنی ټیمونو له خوا به په سوله ییزه او آرامه فضا کې حل شوې وای او مرګ ژوبله به نه رامنځ ته کېده.
طبیعی خبره ده چې سرحدی شخړې او ستونزې او همدارنګه د هلمند سیند له اوبو څخه د ایران د خلکو حق، په جګړه او شخړه نه حل کېږی او نه ترلاسه کېږی، غوره ده چې پدې اړه په آرامه فضا کې او په ډیپلوماټیکه ژبه د دواړو هېوادو چارواکی او اړونده مسؤولین سره خبرې وکړې او شخړه سره هواره کړی.
غوره دا ده چې ایرانی چارواکی او د دې هېواد پوځی قوماندانان دوه اړخیزه اړیکې، په ګډه پوله د تاوتریخ والی د را ولاړیدو پایلې او د ګاونډیتوب ګڼ نور مسایل په پام کې ولری بیا دې په اړونده مسایلو خوله پرانیزی.
دا هم په پام کې ساتل په کار دی چې د عوامو خبره په جګړه کې حلوا نه ویشل کېږی او خدای مکړه د دواړو هېوادو تر منځ په ګډه پوله د جګړې اور زور اخلی نو پدې صورت کې به څوک ډېر زیان وکړی؟ په جګړه روږدی افغانان که په سوله کې را لوی شوی ایرانیان؟!! “پای”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ