غزنی کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په لګښت د یوه دارالعلوم د جوړولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزنی ناوې ولسوالۍ په ملک دین سیمه کې د سعد ابن ابی وقاص په نامه د دارالعلوم چارې تېر کال د خلکو په شخصی لګښت پیل شوې، چې شاوخوا لس میلیونه ډالر به لګښت ورباندی راځی.
ځایی مسوولین وایی، دغه دارالعلوم کې به د تخصص تر کچې دینی زده کړې ترسره شی.
د یاد دارالعلوم مؤسس وایی، چې تر دې مهاله یې ۳۵ سلنه د جوړولو چارئ مخته تللی او یوازی په تېر کال کې ۴۵ میلیونه افغانۍ ورباندی لګښت راغلی دی.
د ده په خبره یاد دارالعلوم به په ۵۰ جریبه ځمکې کې جوړ شی، چې په داخل کې به یې ۶ مدرسې له وړې دورې تر تخصص کچې به زده کوونکی، په کې زده کړی ترسره کړی.
د نوموړی په خبره، په دغه دارالعلوم کې به ۵ زره زده کوونکی په دینی زده کړو بوخت شی او شاوخوا ۲۵۰ استادان به په دندو وګمارل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.