ترکیه او مصر د یو بل هېوادونو ته سفیران لېږی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۹مه نېټه):
د راپورونو له مخې د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، د دغه هېواد ولسمشر عبدالفتاح السیسی او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان موافقه کړې، چې ژر د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو کچه لوړه کړی او یو بل ته به سفیران واستوی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو په تېره میاشت کې له خپل مصری سیال سره د کتنې پرمهال ویلی وو، چې ترکیه او مصر به خپلمنځی اړیکې ښې کړی او ډیپلوماتیکې اړیکې به یې د سفیر کچې ته لوړې کړی.
وروسته له هغې چې د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسی په ۲۰۱۳م کال کې له واکه لرې کړی شو، د مصر او ترکیې ترمنځ اړیکې خرابې شوې او ډیپلوماتیکې اړیکې یې ټیټې کچې ته ورسېدې.
دواړو خواوو په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د لوړ پوړی ډیپلوماتانو مشورې بیا پیل کړې او له وروستیو څو میاشتو راهیسې د دواړو خواو اړیکو ته د عادی کېدو تمایل زیات شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.