کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۹مه نېټه):
د راپورونو له مخې طبیعی پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند ویلی، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پکتیا، پکتیکا، مېدان وردګو او خوست ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله درې تنه مړه او یو بل تن ټپی شوی دی.
د نوموړی په وینا دغه موده کې ۳۰ کورونه هم په بشپړه او یا جزوی توګه ویجاړ شوی دی.
د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، د زمری میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې په ۱۳ ولایتونو کې ۲۴ کسان وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان دی، ۱۲۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوی او څه باندې درې زره کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ