کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۰مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د فوټبال ملی لوبډله تېره ورځ د مرکزی آسیا سیالیو کې د ګډون په موخه سعودی عربستان ته لاړه.
خبر زیاتوی، چې یاده لوبډله به تر دغو سیالیو وړاندې یو تمریناتی کمپ کې هم ګډون وکړی.
د فوټبال فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر ویلی، چې د افغانستان فوټبال ملی لوبډله له ډېر وخت وروسته د مرکزی آسیا سیالیو لپاره چمتووالى نیسی. نوموړی زیاته کړه، چې که د هېواد د فوټبال ملی لوبډلې ته امکانات برابر شی، په نړیواله کچه به لاسته راوړنې ولری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ