کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۰مه نېټه):
یو شمېر رسنیو د ځایی سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د هرات د الفاروق قول اردو ګڼ شمېر ځواکونه له خپلو پرمختللو پوځی تجهیزاتو سره د اسلام قلعه پولې ته رسېدلی دی.
دغو سرچینو رسنیو ته زیاته کړې، چې له ایرانی لوری هم د ایرانی پوځ یو لوی کاروان دوغارون سیمې ته راغلی دی.
رسمی سرچینو تر دا دمه د دغې تیارسۍ په اړه څۀ نه دی ویلی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د دواړو لورو ترمنځ څو ساعته نښته شوې وه، چې د رسمی سرچینو له قوله د دواړو لورو څخه په کې یو_یو تن وژل شوی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ