رسنیزه مرکه او د هغې د ښه تر سره کولو غوره لارې چارې!

رسنیزه مرکه او د هغې د ښه تر سره کولو غوره لارې چارې!

ژباړه: فوزیه حسن خېله

مرکه یا مصاحبه په فارسی ژبه کې خبرې کولو او له یو چا سره خبرې اترې کولو ته وایی او لکه چې پوهېږو د ژورنالېزم په قاموس کې مرکه هغه ژورنالیستیکی ژانر یا د معلوماتو او خبرونو د خپرولو او ترلاسه کولو وسیله ده، چې بېلابېل ډولونه لری او هر ډول یې د کارونې ځانګړی ځای لری.

د ژورنالېزم او معلوماتو د ډګر پوهان په دې باور دی چې مرکه په رسنیز کار کې یو له هغه غوره هنرونو او فنونو څخه ده چې که په تخصصی او مسلکی توګه ترسره شی، د مخاطبینو او رسنۍ تر منځ پیاوړې اړیکې ټینګولی شی.

مرکه د ژورنالېزم او خبر رسونې په برخه کې یو اړین عنصر ګڼل کېږی. د یوه عربی ورځپاڼه لیکونکی او لیکوال «غدیر شمس الدین» په وینا: مرکه د هر خبر او راپور بنسټیزه کلی ده چې د هرې خبری رسنۍ د کار اساس او بنسټ جوړوی. په همدې دلیل ددغه عربی ورځپاڼه لیکونکی په وینا هر خبریال باید د خپرونې په پیل کې د لیدونکو، اورېدونکو او لوستونکو د پام راګرځولو لپاره خپل نوی افکار او کومې پوښتنې چې له میلمه څخه یې په پام کې لری، مطرح کړی تر څو وکولی شی د خپلو مخاطبینو پام راواړوی.

د رسنیزو او ارتباطی مسایلو پوهانو یوه بله ‌ډله بیا په دې باور ده چې مرکه کولی شی مونږ ته په زړه پورو خلکو سره د مخامخ کېدو تجربه راپه برخه کړی. همدارنګه دې ته لاره برابره کړی چې په ډېر کم وخت کې د نورو له ژوند نه ځان خبر کړو او له دې لارې د دغه کس د ژوند په اړه دومره معلومات ترلاسه کړو چې په کلونو پېژندګلوۍ سره یې نشو ترلاسه کولای.

په همدې ډول یوه بله د عربی ژبې خبریاله «لیلی العاجب» په دې باور ده چې مرکه د خبر رسونې له فنونو څخه یو فن یا وسیله ده چې د نن ورځې خبریالی ورته ډېره اړتیا لری. په لنډه کې ویلای شو چې د خبریال او یو یا څو شخصیتونو تر منځ خبرو ته مرکه ویل کېږی.

د اړیکو او ژورنالېزم یوه ډله نورو پوهانو د مرکې تعریف له خبر سره تړلی دی چې زما په نظر هم د مرکې لپاره یو کره او روښانه تعریف ګڼل کېږی.

دغه ډله وایی: «کله چې د دوو خواوو تر منځ د یو داسې واقعیت ته د رسېدو لپاره اړیکه جوړه شی چې د یو یا څو خبرونو ارزش ولری، د دې اړیکې راپور او لاسته راوړنې ته مرکه ویل کېږی. سره له دې چې دا راپور د اړیکې په دواړه لوریو کې د شته اشخاصو له ځانګړنو څخه اغېزمن کېږی او همدارنګه امکان لری چې له داخلی او بهرنیو لاملونو څخه هم اغېزمن شی.»

په هر صورت، په لنډه توګه ویلی شو چې مرکه له رسنیزو ژانرونو څخه یو مهم ژانر دی. د نظرونو او افکارو د لېږد او عامو وګړو ته د ټولنې د مهمو شخصیتونو ورپېژندلو یوه مهمه او اغېزناکه لاره ګڼل کېږی، چې ترتیب او تنظیم یې بېلابېل ډولونه لری. همدارنګه رسنیز کار پوهان او د ژورنالېزم د ډګر متخصصین د مرکې ترسره کولو بېلابېلې لارې چارې په ګوته کوی چې د هر چا د هغه شخصی تجربو پر بنسټ ولاړې دی چې د مرکې له اصلی تعریف او ماهیت سره په ټکر کې نه وی.

د مرکې ډولونه:

په طبیعی بڼه رسنیزه مرکه یا خبرې اترې د نورو خبری او رسنیزو ژانرونو په څېر بېلابېل ډولونه لری او هر یو یې د کارونې ځانګړی ځای لری خو د مرکې د ډولونو په تقسیم یا وېش کې بیا هم د رسنیزو مسایلو پوهان او د ژورنالیزم وتلی استاذان په یو نظر نه دی، هر یو ځانته ډلبندۍ لری چې دغو ډلبندیو لپاره یې خپل دلیلونه هم وړاندې کړی دی. اما په په ټوله کې په دوه ډوله مرکو، له ټولو نه ډېر توافق شوی دی، ځکه دا دوه ډوله ډېرې عامې دی. په داسې حال کې چې نن سبا زموږ په رسنیو کې هم (په بهرنیو رسنیو پسې د تلو له برکته) د مرکې بېلابېل نوی ډولونه دود شوی دی.

د رسنیزو مرکو دوه پېژندل شوی او نامتو ډولونه چې د پوهانو او متخصصینو له خوا تعریف شوی دی، عبارت دی له لنډې خبری مرکې (چې نقل قول، کلیپ یا کود هم ورته ویل کېږی) او اوږدې (تفصیلی) مرکې څخه. دویمې مرکې ته شخصی یا اختصاصی مرکه هم وایی. خو د عربی ژبې ژورنالستې «لیلی العاجب» پر دې دوو ډولونو سربېره درېیم ډول مرکه هم راپېژندلې چې پروفایل یا د شخصیت پېژندنې په نامه بلل کېږی. دا ډول مرکه اوس اوس زمونږ د هېواد په رسنیو کې هم لږ و ډېر دود شوې او د هېواد ځېنې انځوریزې رسنۍ له دې ډول مرکو څخه کار اخلی.

په همدې توګه په هغه وخت کې چې ددې کرښو لیکوال ژورنالیزم لوستو، ځېنې استاذانو او د رسنیز ډګر پوهانو «خبری ناسته» یا «خبری کنفرانس» هم د رسنیزو مرکو په ډولونو کې ګډ ګڼلو.

همدارنګه یو بل لنډ ډول مرکه «نقل قول»، «خبری کلیپ» یا په یوه خبری ګزارش کې د مهمو اشخاصو کود کول هم ګڼل کېدل، خو د (شیوه های مصاحبه در مطبوعات) په نامه په یوه کتاب کې چې د دریو لیکوالو له خوا او په ترڅ کې یې پېژندل شوی څېړونکی «یونس شکر خواه» هم دی، که څه هم دا کار اغېزناک ګڼی، خو لیکی چې دا کار مرکه نه ګڼل کېږی.

د یوې کامیابې مرکې لپاره باید څه وکړو؟

په دې اړه ډېر مسایل ویل شوی دی چې یو خبریال څه ډول وکولای شی تر څو یوه ښه او کامیابه مرکه ترسره، رسنۍ ته یې وړاندې او د سرعت مډال پرې لاس ته راوړی، خو دلته به له هغې ډلې په یو څو هغو ټکو تمرکز وکړو چې تر ډېره یې په اړه اتفاق موجود دی.

عربی لیکوال او ژورنالېست «ضحی اسماعیل»، د «څه ډول کولای شو یوه رسنیزه مرکه ترسره کړو؟» یا “کیف اجری مقابله صحفیه؟” تر سر لیک لاندی لیکی چې: د رسنیزې مرکې لپاره تر ټولو اړین ټکی څېړنه او پلټنه ده او دا یو داسې نظر دی چې د ژورنالېزم ډېری استاذان ورباندې ټینګار کوی. هر خبریال چې کله د یوې مرکې د ترسره کولو بار پر اوږو اخلی، اړ دی چې یو ځل د مرکې د موضوع او مرکه کېدونکی شخص په اړه لږه څېړنه وکړی. اوس زموږ په عصر کې د کمپیوټر او انټرنټ په وسیله دا څېړنه ډېره آسانه شوې ده. په رسنیزو چارو خبر کسان په دې نظر دی،سر بېره پر دې چې د مرکې د موضوع او مرکه کېدونکی شخص په اړه له څېړنې سره مرکه پیاوړې او اصولی کېږی که هر څومره د مرکه کوونکی او مرکه کېدونکی دنده او تخصص سره نږدې وی، په هماغه اندازه مرکه پیاوړې او اصولی راځی او یوه بډایه منځپانګه به ولری. د یوې ښې او غوره مرکې تر سره کولو لپاره اړینه ده چې باید خبریال پرته له دې چې د مرکې د موضوع په اړه معلومات او اړین تخصص ولری، باید د مرکې په تکنیکونو هم پوره واکمن وی.

د «شیوه های مصاحبه در مطبوعات» کتاب لیکوالان په مرکه کې د څېړنې او د هغې د رول په اړه لیکی چې ښه څېړنه د هوښیارو او ګټورو پوښتنو د رامنځته کېدو لامل کېږی او تاسو د یو مرکه کوونکی په حیث دنده لرئ چې د مرکې له موضوع سره مینه وښایئ که څه هم تاسو د کثافاتو د را ټولولو د یوه شرکت له مدیر سره مرکه ولرئ.

وروسته تر دې چې د مرکه کېدونکی شخصیت او د مرکې د موضوع په اړه مو څېړنه وکړه، په دویم ګام کې لازمه ده چې مرکه کوونکی یا خبریال په ډېره حوصله او بشپړ چمتووالی سره مرکې ته لاړ شی. د مرکې پوښتنې باید له لومړی سر نه چمتو او لیکل شوې وی. د غږ ثبتولو، انځور اخیستلو او نور اړین وسایل باید چمتو او فعاله وی.

د پوښتنو د مطرح کولو پر وخت خبریال باید ډېر آرام او له هرې بلې اندېښنې څخه لېرې وی. که کومه اندېښنه لری نو مخکې له دې چې د پوښتنو او ځواب مرحله پیل شی، باید ځان آرامه کړی او بیا د سوال او ځواب مرکه پیل کړی. همدارنګه یو خبریال باید د پوښتنو او ځواب پر وخت خپل او د مرکه کېدونکی شخص ځای داسې ترتیب(جوړ) کړی چې دواړه آرامه او راحته وی. له دې نه پرته نور وړوکی او غټ مسایل هم شته چې کېدای شی د هغوی یادونې ته دلته اړتیا نه وی او د ستړیا لامل شی.

د مرکې(پوښتنو او ځوابونو) د بهیر اداره کول:

د یوې کامیابې مرکې د تر سره کولو لپاره بل اړین ټکی دا دی چې وروسته له دې چې د پوښتنو او ځواب لپاره بشپړ چمتووالی ونیول شو، باید د مرکې جریان هم په سمه توګه اداره شی. خبریال یا مرکه کوونکی که د لومړیو پړاوونو نه لکه؛ د مرکې د وخت ټاکل، د مرکې د موضوع په اړه مطالعه او څېړنه، د پوښتنو ټاکل او د مرکې لپاره د اړینو وسایلو چمتو کولو څخه په بریالۍ توګه تېر شو، نو بیا باید آماده شی، چې د مرکې اصلی برخې ته ور ودانګی. د مرکې اصلی برخه د مرکې پیل او د مرکې د کنټرولولو پړاو دی، په دې پړاو کې باید د خبریال لاندې ټکو ته پام وی، چې د مرکې بهیر په سمه توګه مخ ته یوسی.

  1. مرکه که هر څومره لنډه وی، بیا هم څو پړاوونه لری، نو کله چې خبریال له یو پړاو نه بل ته ځی، باید وارخطا نه شی.
  2. کوم ځوابونه چې مرکه کیدونکی شخص ورکوی، خبریال باید هغه په فکر کې ونیسی، که اړتیا وه، نو د هماغو ځوابونو له یوې برخې نه نورې پوښتنې هم وکړی.
  3. خبربال به د پوښتنو پر وخت سره له دې چې مرکې او ځواب ورکوونکی ته پام کوی، باید خپلو څلورو خواو ته هم پام وکړی.
  4. بریالی خبریال هغه څوک دی چې د مرکې له پیل وروسته د هغې پای هم له ځان سره ترتیب کړی وی، داسې نه چې له پلان پرته او مخکې له ټاکلی وخت څخه مرکه پای ته ورسوی.
  5. خبریال باید د مرکې په پیل کې او کله چې د ملګرتیا، پېژندګلوۍ او پوهاوی فضا رامنځته شوه، په لومړی سر کې له جنجالی پوښتنو تېر شی، د دې برعکس باید په لومړی ګام کې له مرکه کېدونکی شخص څخه ډېرې عادی پوښتنې وکړی، چې د دوی تر منځ د ملګرتیا او اعتماد فضا نوره هم ټینګه شی. البته مونږ کولی شو چې داسې پوښتنې هم مطرح کړو چې د ستونزې او جنجال رامځته کېدو لامل کېږی، خو دا په هغه صورت کې چې مرکه دوام وکړی او لږه مخکې لاړه شی.
  6. که کله ځواب ورکوونکی یا مرکه کېدونکی شخص د خبریال پوښتنو ته قانع کېدونکی ځواب نه ورکوی او له اصلی موضوع څخه لېرې کېږی، نو خبریال دا حق لری چې د هغه پام اصلی موضوع ته واړوی او خپله پوښتنه دویم ځلی تکرار کړی، خو خبریالی چې کوم د درناوی او اخلاقو حدود لری، هغه باید تر پښو لاندې نه شی.

د یوه خبریال د شخصی تجربو نه څو ټکی:

له شک پرته، مرکه د خبری ژانرونو یو په زړه پورې او اغېزناکه ژانر دی او د مرکې له لارې کولای شو هغه اطلاعات تر لاسه کړو چې د نورو ژانرونو له لارې هغې ته لاسرسی شونی نه دی، دلیل یې هم شاید دا وی چې په مرکه کې بېلابېلې پوښتنې وی او که خبریال هوښیار وی، نو د همدې ورکړل شوو ځوابونو څخه ډېرو اړینو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کولی شی، داسې معلوماتو ته چې کیدیشی بېخی تازه، نوی او د مرکې له مرکزی موضوع څخه لېری وی.

خو د دې لپاره چې خبریالان وکولای شی یوه کامیابه مرکه وکړی او د خپلو زحمتونو او کوښښونو پایله لاس ته راوړی، باید لاندې ټکو ته پام وکړی، دا داسې ټکی دی چې د خبریالۍ په درسی کتابونو کې ورته ډېره لږه اشاره شوې ده.

  • خبریال باید یوازې د غږ ثبتولو او انځور اخیستلو پر تخنیکی وسایلو ډېر اعتماد ونه کړی، پرته له دې چې تخنیکې وسایل چمتو کړی، باید له ځان سره شخصی یادداشتونه هم ونیسی، که په کتابچه کې وی او یا کوم بل کاغذ باندې وی، ځکه چې پر تخنیکی وسایلو له حده ډېره تکیه کولی شی د خبریال ټول زحمتونه او کوښښونه له منځه یوسی او له صفر سره یې ضرب کړی.
  • خبریال باید د پوښتنو په جوړلو کې د نوښت رامنځته کولو کوښښ وکړی. که چېرته د مرکې پوښتنې او ځوابونه د رسنۍ د ادارې له خوا خبریال ته ورکړل شوی وی(هغه که په هر دلیل وی)، مخکې له دې چې د مرکې عملی میدان ته ور کوز شی، باید ټولې پوښتنې په ډېر غور سره ولولی او په پوښتنو باندې پوره واک ترلاسه کړی. که داسې ونشی نو مرکه کېدونکی به په ډېرې آسانۍ سره د خبریال له پوښتنو بلې خوا ته ځی او د قانع کوونکو ځوابونو پرځای به خبریال ته یو څو تش شعارونه ورکړی.
  • د مرکې پر وخت کې خبریال باید پوښتنې د کاغذ له مخې ونه لولی. که دا پوښتنې یې خپله جوړې کړی وی او که د رسنۍ مشر جوړې کړې وی، ځکه په دې ډول د پوښتنو ویل ځواب ورکوونکی ستړی کوی او د دې ډول مرکې لاسته راوړنه به پرته له یو څو تکراری ځوابونو، بل څه نوی نه وی.
  • که خبرې روانې او ساده وی او سره له دې په کې ټولنیز آداب او نزاکتونه هم مراعات شوی وی، نو په ډېرې آسانۍ سره مرکه کېدونکی شخص، که هر مقام ولری، مرکې ته هیله مند کوی. خبریال که له مرکه کېدونکی سره کومه شخصی ستونزه یا دښمنی هم ولری باید د مرکې پر وخت یې را برسېره نکړی، که داسې وشی نو یو ډول ستونزه رامنځته کوی، حتی دا چې مرکه کېدونکی له مرکې کولو څخه ډډه کوی.

اخذ ځایونه:

  • د « شیوه های مصاحبه در مطبوعات» کتاب، د ایران ورځپاڼې له خپرونو څخه، د لیکوالانو ټېم: سوزان دان، علی ایثار کسمایی او یونس شکر خواه
  • د ” روزنامه نگاری کاربردی” کتاب، د سید هارون نجفی زاده لیکنه، د بنگاه نشراتی میوند خپرونه.
  • د عربی لیکوالې لیلی العاجب لیکلې مقاله:« المقاله الصحیفه».
  • د عربی لیکوال غدیر شمس الدین مقاله«کیف نسأل؟»
  • د مرکې په اړه د افغانستان د خبریالانو د روزنیز لکچر نوټونه.
  • او د ژورنالیزم د زده کړې په اړه له انټرنټ څخه نورې ترلاسه شوې سر چینې.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.