د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست لۀ لوری د ولایتی ادارو ویاندویانو ته ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یاد ورکشاپ د اطلاعات او کلتور ریاست تر چتر لاندې د اطلاعاتو امریت په نوښت پر لار اچول شوی، چې په کې به د ننګرهار ولایتی ادارې د ملکی او نظامی ادارو ویاندویانو ته د پوهنتون استادانو له لوری د ژورنالېزم په برخه کې روزنه ورکړل شی.
د خبر له مخې دغه ورکشاپ کې به د پنځو تجربه لرونکو استادانو پرمټ یادو ورځو کې د خبر او راپور لیکلو د مهارت ترڅنګ، انځور اخیستنې، ویډو اېډېټ، آډیو اېډېت او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو باندې ګډونوالو ویاندویانو ته روزنه ورکړل شی.
دغه روزنیز ورکشاپ کې ګډونوالو ویاندویانو د اطلاعات او کلتور ریاست له مسوولینو مننه وکړه، چې د ویاندویانو د ظرفیت لوړولو لپاره هڅې کوی.
د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین ډاډ ورکوی، چې د ریاستونو مطبوعاتی مسوولین به په دغې ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ کې ډېره اغېزمنه روزنه ترلاسه کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.