راتلوونکو اوو میاشتو کې د سرپل په کانونو ۱۴۹ میلیونه ډالره پانګونه کیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۰مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سرپل ته د خپل سفر په ترڅ د دغه ولایت د کانونو پر استخراج د راتلوونکو اوو میاشتو په موده کې د ۱۴۹ میلیونه ډالرو د پانګونې خبر ورکړی دی.
شېـ.ـخ‌ شـ.ـهاب ‌الـ.ـدین دلاور سرپل ته د خپل سفر موخه هم د دغه ولایت د کانونو وضعیت ارزونه او د قشقرې نفتو کان د استخراج بهیر څېړل یاد کړی دی.
په ورته مهال د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو نوموړی سره په کتنه کې د دغه ولایت د کانونو د استخراج بهیر د چټکتیا ترڅنګ، د سړکونو د رغولو او ځوانانو ته د کار برابرولو برخه کې د مرستې او پاملرنې غوښتنه وکړه، چې د مسوولینو په وینا وزیر له لوری ورته د هر راز مرستې ډاډ ورکړل شو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.