نړیوال بانک د افغانستان د صادراتو د کچې د لوړېدو خبر ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۱مه نېټه):
د رسنیو د خبر له مخې نړیوال بانک راپور ورکړی، چې د روان زیږدیز کال په لومړنیو دریو میاشتو کې د افغانستان صادراتو څلور سلنه زیاتوالی موندلی دی.
د دغه بانک د معلوماتو له مخې افغانستان د روان زېږدیز کال له جنورۍ میاشتې تر اپرېل میاشتې پورې د ۶ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت توکی صادر کړی دی.
د نړیوال بانک په نوی راپور کې همدا راز راغلی، چې د افغانستان د تورم نرخ د تېرو کلونو پرتله د پام وړ کموالی موندلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایی، ډېری صادر شوی توکی، د ډبرو سکاره، اوسپنه، پنبه، وچې مېوې، کرنیز محصولات او لاسی صنایع دی، چې پاکستان، هند، ازبکستان، تاجیکستان، عربی متحده اماراتو، چین، ایران او ترکیې ته صادر شوی دی.
د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د تورم نرخ ۱۸ اعشاریه ۳ سلنه و، خو د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې بیا دغه کچه ۱ اعشاریه ۹۴ سلنې ته راټیټه شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.