د بشری حقونو سازمان له پاکستانه غوښتی چې ملکیان په پوځی محکمو کې محاکمه نه‌ کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۱مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بشری حقونو د څار نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتی، چې ملکیان په پوځی محکمو کې محاکمه نه‌ کړی.
دغه سازمان نن په یوه اعلامیه کې ویلی چې پاکستان د وروستیو لاریونونو او ګډوډیو ۳۳ تنه نیول شوی مشکوک کسان پوځ ته سپارلی دی.
اعلامیه کې ویل شوی، دغه نیول شوی کسان تورن دی چې پر دفاعی تاسیساتو یې برید کړی، ویجاړ کړی یې دی او پوځی وسایل یې ترې پټ کړی دی.
د بشری حقونو په سازمان کې د آسیا د څانګې مرستیالې پټریشا ګاسمن ویلی، پاکستان د تورنو کسانو د محاکمې حق لری، خو په خبره یې دا بهیر باید بې پلوه او ملکی محاکمو کې ترسره شی.
وروسته له دې چې مخکینی لومړی وزیر عمران خان د مې میاشتې په نهمه نېټه ونیول شو، د هغه زرګونه پلویان د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونو ته راووتل او له امنیتی ځواکونو سره په شخړه واوښتل، چې وروسته بیا د ګڼو ودانیو د سوځېدنې او ډېرې ګډوډۍ راپورونه ورکړل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.