په سوډان کې د ښکېلو لوریو تر مینځ جګړې بیا زور اخیستی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۱مه نېټه):
په سوډان کې د غوڅ ملاتړ میلشه ځواکونو د قوماندان مرستیال “عبدالرحیم دقلو” د دغه هېواد پر پوځیانو غږ کړی چې د خپل مشر البرهان پر ضد له پاڅون سره د دوی له ځواکونو سره همغږی وکړی، خو په ورته وخت کې واشنګټن بیا د دواړو درګیرو ډلو تر مینځ د جدی خبرو اترو له پروسې څخه د پوځ په شا کېدل یوه بدمرغه پریکړه وبلله.
“دقلو” خپلو ځواکونو ته په یوه ویډیویی وینا کې وویل چې د غوڅ ملاتړ ځواکونو قوماندان محمد حمدان دقلو، چې د “حمیدتی” په نوم هم یادیږی، ښه دی او د ده په وینا په لومړۍ کرښه کې جنګیږی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږی چې د پلازمینې خرطوم په څو سیمو کې د سوډان د پوځ او د غوڅ ملاتړ ځواکونو تر منځ تازه تاوتریخوالی را مینځ ته شوی دی.
د “الجزیرې” عربی ویب پاڼې د راپور مطابق نن سهار د سوډان په پلازمینه خرطوم کې د “الغابا” د کوڅې او صنعتی سیمې په شاوخوا کې د درنو وسلو د ډزو اوازونه اوریدل شوی دی.
خبر د پنجشنبې په شپه د ام درمان سیمې په جنوب کې د پرله پسې چاودنو د اوریدل کېدو راپور هم ورکړی، په داسې حال کې چې د جنوبی خرطوم په سیمه کې اوسیدونکی هم د ډزو او تاوتریخوالی شاهدان وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.