کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۳مه نېټه):
د راپورونو له مخې د نوی مالی کال له پېلېدو څه باندې دوه میاشتې وروسته، سرپرست افغان حکومت وایی، د ۱۴۰۲ مالی کال بودیجه توشیح شوې ده.
د سرپرست حکومت ویاند زیاته کړې، دغه بودیجه په نږدې راتلونکې کې عملی کیږی، چې د ادارو بودیجه به هم په کې ولېږدول شی.
تر اوسه سرپرست افغان حکومت د نوی مالی د عادی او پراختیایی بودیجې د څومره والی په تړاو جزیات نه دی خپاره کړی.
په ۱۴۰۱ لمریز کال کې ۲ سوه ۳۱ میلیارده افغانۍ د عادی او پراختیایی بودیجې لپاره په پام کې نیول شوې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ