ترکی پانګوالو افغانستان ته د رېل پټلۍ تولید چمتوالی ښودلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۳مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس ترکیې ته د سفر پر مهال هغه هېواد کې د اوسپنې ویلې کولو یوې کمپنۍ “کاردمیر” څخه لېدنه کړې ده.
یادې ادارې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومی رییس د لیدنې پرمهال د دې کمپنۍ مشر سرکان اتامیر وړاندیز کړی، چې دوی چمتو دی څو د معدنی موادو په بدل کې افغانستان ته اورګاډی تولید کړی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره زیاتوی، د دې ادارې رییس دغې وړاندیز ته په ځواب کې ویلی، چې په ‌دې اړه به په کابل کې بحث وکړی او د سرپرست حکومت د موافقې په صورت کې به مخ پر وړاندې ځی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.