کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۳مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلی، چې د کروندګرو د حاصلاتو د ساتنې په موخه د هېواد په ټولو زونونو کې سړې خونې او معیاری تولیدی کارخونې جوړوی.
د دغه وزارت تخنیکی مرستیال وایی، د دغو سړو خونو د جوړېدلو لپاره پر یوې تګلارې کار روان دی او په وروستی کېدو سره به یې په راتلونکی کې په دې برخه کې د کروندګرو ستونزې حل شی.
یو شمېر کروندګر او بڼوال هم د خپلو حاصلاتو د ساتنې لپاره په خپلو سیمو کې د سړو خونو د جوړېدو غوښتنه لری.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کرنیزو محصولاتو د راټولولو موسم رارسېدلی، خو د کروندګرو او کارخونو لرونکو په وینا د معیاری سړو خونو نشتون د دوی پر وړاندې جدی ستونزه ده، چې توکی د خرابېدو له وېرې پۀ ډېره ټیټه بیه پلوری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ