ننګرهار مېشتی وګړی د خوراکی توکو پر ټیټو بیو خوښی څرګندوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۳مه نېټه):
د هېواد په بازارونو کې د خوراکی توکو په نرخونو کې د پام وړ کمښت له امله ننګرهار مېشتی وګړی خوښ دی.
د جلال آباد ښار یو شمېر هټیوال وایی، د منظم مدیریت او کنټرول له امله د اوړو، غوړیو او یو شمېر نورو خوراکی توکو په بیو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د دغه ولایت اوسېدونکی د خوراکی توکو د نرخونو په کمښت کې د مسوولینو هڅې ستایی او د دغو نرخونو د دوامداره کنټرول غوښتونکی دی.
بل لور بیا د جلال آباد ښاروالۍ خلکو ته ډاډ ورکوی، چې د دوی هڅې د نرخونو د کنټرول په برخه کې جدی دی.
د ښاروالۍ ویاند زیاته کړې، چې دوی لخوا د نرخو د ټاکلو لپاره کمېسیونونه جوړ شوی، چې هر کمېسیون په خپله برخه کې په چټک او جدی توګه خپلې چارې مخته بیایی.
د سرپرست افغان حکومت د بیا واکمنۍ په لومړیو کې د خوراکی توکو بیې په بې ساری بڼه لوړې شوې وې، چې د اقتصادی برخې پوهانو په باور اوس د منظم سیستم له امله پخوانی نرخونه ډېرې کمې او منظمې شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.