اردوغان نن د لوړې مراسم ترسره کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۳مه نېټه):
د ترکی رسنیو د خبر له مخې رجب طیب اردوغان د ترکیې د ولسمشر په توګه نن د لوړې مراسم ترسره کړل.
په دې ډول نوموړی له دوه لسیزو واکمنۍ وروسته د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره د ترکیې د ولسمشرۍ چارې په داسې وخت کې مخته وړی، چې د راپورونو له مخې د ترکیې اقتصاد ورځ تر بلې د خرابېدو خوا ته روان دی.
د خبر له مخې پارلمان کې د لوړې له مراسمو وروسته شانداره مراسم په پلازمېنه انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره کیږی، چې د نړۍ په لسګونو مشران به په‌ کې برخه واخلی.
اردوغان د مې په ۲۸مه په دوهم پړاو انتخاباتو کې خپل سیال ته ماتې ورکړه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.