د کابل_کندهار پر لویه لاره وران شوی پلچکونه بېرته رغیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۴مه نېټه):
د راپورونو له مخې د زابل ټولګټو چارو ریاست مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د کابل_کندهار پر لویه لاره ۷۲ پلچکونه په پاخه او اساسی ډول رغول کیږی.
د دغه ولایت د ټولګټو چارو رییس زیاته کړې، چې د زابل مربوطاتو کې د کابل_کندهار د لویې لارې د رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دی او ټولو برخو ته یې پاملرنه کیږی.
نوموړی دغه راز ویلی، چې د کندهار_زابل پر لویه لاره د څه باندې ۷۲ کیلو متره په اوږدوالی د سړک خرابو برخو په اساسی ‌ډول د رغونې او پر دې لاره د تخریب شویو پلچکونو د جوړېدو چارې هم روانې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.