لغمان کې د دوو ټرافیکی پېښو له امله دوه تنه مړۀ او ۲۰ نور ژوبل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې لغمان کې د امنیې قومندانۍ د رسنیو دفتر ویلی، تېره ورځ له غرمې وروسته د کابل_جلال آباد پر لویه لار سرخکانو پله ته څېرمه یو کرولا او بکسې موټر ټکر کړی، چې له امله یې ۲ تنه مړه او ۲۰ شل نور ټپیان شوی دی.
خبرپاڼه لیکی چې یاده سیمه کې بیا یو بل سړی د پلی تګ پرمهال موټر وهلی، چې ځای پرځای مړ شوی دی.
بل لور ته د ترافیکو مدیریت ویلی، ټپیان او مړی ټول نارینه دی، چې د ننګرهار ولایت مرکزی روغتون ته لېږدول شوی دی.
روغتیایی مسوولینو بیا ټپیانو کی د څو تنو روغتیایی حالت هم د اندېښنې وړ ښودلی.
دوی زیاتوی، چې دواړه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.