لغمان کې ۳۱۷ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۵مه نېټه):
د راپورونو له مخې دغه ولایت کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایی، په الیشنګ ولسوالۍ کې د څښاک اوبو دوه شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو شبکو د پرانیستلو پرمهال د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس وویل، دغه شبکې د الیشنګ ولسوالۍ په اړینی کلی کې د یونسېف موسسې په مالی ملاتړ د ۷ میلیونو ۱۹۰ زره ۵۷۴ افغانیو په لګښت، د ۱۳ زره ۲۳۷ مترو په اوږدوالی جوړې شوې، چې په کې د ۱۹۵ نل لیکو نصبول او د ۶۰ متر مکعب په وړتیا د اوبو دوو زېرمو جوړول شامل دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.