کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۵مه نېټه):
د راپورونو له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ایران د صادراتو ادارې له رییس سره په کابل کې لیدلی دی.
د دې لېدنې پرمهال د طبی ټکنالوژۍ او درملو په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې شوی دی.
د روغتیا وزارت د وزیر په حواله ویل شوی، چې په دې ناسته کې یې له ایرانه غوښتی، چې په افغانستان کې د سیروم د تولید یوه فابریکه جوړه کړی.
د خبر له مخې ایرانی لوری هم ډاډ ورکړی چې له څېړنو وروسته به له دغه وزارت سره د سیروم د تولید د فابریکې په جوړولو کې همکاری وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ