کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۵مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت ویاند د اسټرالیا پلټونکو ته بلنه ورکړې، چې افغانستان ته د دغه هېواد د ځواکونو د جنګی جرمونو د ادعاوو د څېړلو لپاره سفر وکړی.
نوموړی تینګار کړی، چې باید افغانستان کې د اسټرالیایی ځواکونو په څېر د ټولو جنګی جنایتونو پلټنه وشی.
د خبر له مخې د تېرې پنجشنبې ورځ د اسټرالیا فدرالی محکمې بین رابرټس سمت په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د څو افغانانو د وژنې په تور مجرم وپېژنده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ