د ناروې کډوالو شورا بیا ځل په افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۶مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ناروې د کډوالو شورا په کندهار کې د ښځینه کارکوونکو په ګډون د خپلو فعالیتونو د بیا پیل خبر ورکړی دی.
د ناروې د کډوالو شورا عمومی منشی یان ایګلنډ تېره ورځ په خپل ټویټر لیکلی، دوی خوښ دی چې په کندهار او ځینو نورو سیمو کې یې خپل بشری فعالیتونه بیا پیل کړل.
سرپرست افغان حکومت تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه‌ دی ویلی. ایګلېنډ تېره میاشت رویټرز ته ویلی وو، چې په کندهار کې د سرپرست افغان حکومت مشرانو په نړیوالو ادارو کې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو د موقتی کار بیا پیلولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
ایګلنډ په کندهار او کابل کې د سرپرست افغان حکومت له مشرانو سره تر لیدو وروسته ویلی و، افغان چارواکو ورته ویلی چې د افغان ښځو او نجونو د کار او تعلیم په اړه د دوی ملی لارښود به ډېر ژر نهایی شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.