افغان حکومت وایی، خپلو کادرونو ته هېواد کې دننه د کار زمینه برابروی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۶مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال د بهر مېشتو افغان علماو او متخصصینو د مشورتی ټولنې له غړو سره چې په امریکا، عربی او اروپایی هېوادونو کې فعالیت لری، کتلی دی.
د خبر له مخې دې کتنه کې بهر مېشتو افغان علماوو ویلی، له تېرو څلورو لسیزو وروسته فرصت برابر شوی، چې هېوادوالو ته د خدمت جوګه شی او هڅه کوی، چې بهر کې نور مېشت افغانان، بهرنی سوداګر او متخصصین هم افغانستان ته را دعوت کړی.
دغو علماوو او متخصصینو په اقتصادی، سیاسی او د بیارغونې په برخو کې خپلې مشورې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال او کفیل سره شریک کړی دی.
په ورته مهال سیاسی مرستیال ویلی، حکومت یې د ټولو افغان شخصیتونو د راستنېدو هر کلی کوی.
نوموړی زیاته کړې، سرپرست افغان حکومت هڅه کوی، چې افغان کادرونو ته په هېواد کې دننه د خدمت زمینه برابره کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.