افغانستان چې د غذایی توکو د تولید په برخه کې لا د ځان بسیاینې تر کچې نه دی رسېدلی، د خپلو اړتیاو ډېره برخه خوراکی توکی له ګاونډیو او د نړۍ له نورو هېوادونو واردوی چې له همدې امله دلته د خوراکی توکو بیې په مستقیم ډول د نرخونو له ټاکلو پالیسیو او د نورو هېوادونو له خوا د اخیستل کېدونکو مالیاتو او ټکسونو سره تړلې وی.
بل خوا دا هم ځان ته یو ځانګړی مهارت غواړی چې په داسې یوه هېواد کې دې د خوراکی توکیو بیې کنټرول او نورې چارې سمې مدیریت شی چې د تاریخ په اوږدو کې یې حریصو ګاونډیو له اوبو نیولې تر معدنونو هر ډول مادیاتو او معنویاتو ته سترګې پټې کړې وی.
له نېکه یا بده بده مرغه دغه له تېرې یو څه مودې راپدېخواه دا مهارت اوسنیو افغان واکمنو له ځان نه ښودلی خو دا هرڅه د بریالیتوب تر کچې رسول ډېر کار غواړی.
متأسفانه په تېر شل کلن جمهوریت کې حتٰی ښاروالیو دا خپل مسؤولیت نه ګاڼه چې ګوندې نرخونه دې همکنټرول کړی او بهانه یې هم دا وه چې د آزاد بازار اقتصادی سیسټم یې نافذکړی او نور یې دوی په کنټرول کې مسؤولیت نه لری،خو اوس بیا ښه ده ښاروالۍ په چټکۍ هڅې پیل کړې چې بازار کنټرول کړی او سوداګر خپل سریو ته پرېنږدی.
په هېواد کې د جمهوریت تر سقوط وروسته په لومړیو کې چې کله سیسټم نوی ؤ، د خوراکی توکو بیې په خپلسرې او بې سارې بڼه لوړې شوې او افغانان یې له سخت کړاو او تکلیف سره مخ کړل.
خو د وخت په تېرېدو بیا د توکیو نرخونه مهار او په حاضر وخت کې د اوړو،غوړو او نورو خوراکی توکو نرخونو ته که وګورو نو تقریباً نیم په نیمه بېرته ارزانه شول چې د هېواد په بازارونو کې د خوراکی توکو دې کنټرول شویو نرخونو ولس خوښ کړی، خو تر څنګ یې د دغو نرخونو د دوامداره کنټرول غوښتونکی هم دی.
اوس پوښتنه دا ده چې په بازار کې د نرخونو دوامداره کنټرول لپاره سرپرست افغان حکومت ته څه کول په کار دی؟
تر هر څه لومړی د نرخونو د دوامداره کنټرول لپاره باید د غنمو په څېر د هغو داخلی کرنیزو محصولاتو د قاچاق مخه ونیول شی چې هېواد کې یې اړتیا ډېره ده چې له نېکه مرغه پدې وروستیو کې اړونده حکومتی چارواکو ډاډ ورکړی، چې له هېواده بهر به د غنمو د یوې دانې قاچاق کېدو ته هم اجازه ورنه کړی، چې که دا هوډ عملی شی ورو – ورو به د اوړو له اړخه د افغانستان اتکاء پر بهرنیو هېوادونو راکمه کړی.
دوهم د کرکیلې لپاره د غنمو او نورو کرنیزو برخو اصلاح شوی تخمونه دی، چې پر مټ یې بزګرانو ته له کمې ځمکې ډېر حاصلات لاس ته ورشی. درېیم دې اوبه منظم مدیریت شی، لکه څنګه چې په دې برخه کې هڅې روانې دی او کېږی، خو باید سرعت ورکړل شی.
څلورم دې هېواد کې د غنمو لپاره باید زېرمې او د نورو حاصلاتو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې شی، چې خوشبختانه د کرنې وزارت د مسؤولینو په وینا پر جوړښت یې کار په چټکۍ سره روان دی. د دې زېرمو جوړېدل به له یوه اړخه د اوړو په برخه کې پر نورو هېوادونو د افغانستان تکیه لا نوره راکمه کړی او له بل اړخه به ترکاری او سبزیجات په ارزانه بیه د موسم له په پام کې نیولو پرته ترلاسه کېږی.
پنځم ګام هم پدې لار کې د احتکار مخه نیول دی، چې پرمټ یې یوه ډله خلک له ګناه او نور ولس له قیمتۍ وژغورل شی.
بل اړخ ته په شپږمه درجه کې باید پر هغه وارداتی توکیو ګمرکی محصول لوړ شی چې دلته په هېواد کې تولیدېږی او زمونږ بزرګر هېواد وال پرې زحمت باسی.
اووم دې، هر سوداګر تعقیب شی چې که چېرې په لوی لاس د خوراکی توکو قیمتونه لوړوی او د ملت څخه بې پروا یوازې خپلې ګټې ته ناست وی، باید وپېژندل شی او قانونی چلند دې ورسره وشی.
په اتم ګام کې دې د نرخو ټاکلو لپاره ګډ کمېسیونونه جوړ شی، چې هر کمېسیون په خپله برخه کې په چټکه او جدی توګه خپلې چارې مخته یوسی.
دا او ځینې نورې کړنې هغه څه دی چې کېدلای شی، په دوامداره توګه پرې هېواد کې نرخونه کنټرول شی او په دې توګه د دې چارو ترسره کېدل هغه زېری دی، چې له کلونو راهیسې ورته د هر افغان دوه سترګې څلور وې.
بل خوا دا هم په ډاګه ده چې یوازې حکومت هم نشی کولی، نرخونه منظم مدیریت کړی او باید ولس او سوداګر ورسره په ګډه د یوه مثلث په شکل یو خوله شی. همدا درې خواوې د نرخونو کنټرول او تنظیم هڅه په یقینی توګه اغېزناکه کوی او که دا درې خواوې سره یو شی، نه به انحصار پاتې شی او نه هم احتکار.
څه موده وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګوندې د خوړو او درملو ملی اداره د نرخونو د کنټرول لپاره داسې یو سافټویر جوړوی، چې د درملو نرخونه به په کې ثبت وی او د بار کود سکن کولو سره به یې ټول اړخونه خلکو ته معلومیږی چې دا په خپل وار دا ډېره ګټوره چاره ده چې له ولس سره به ډېره مرسته وکړی. په یقین سره ویلای شو چې د دې لارو په عملی کولو سره به یې اقتصادی ستونزې تر ډېره حده حل شی او غربت به ورو_ورو له منځه لاړشی.
پای
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ