کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۶مه نېټه):
دا چې دې وروستیو کې د خوراکی او سون توکو په بیو کې د پام وړ کموالی راغلی، ننګرهار کې د جلال آباد ښار اوسېدونکی له مسوولینو غوښتنه کوی، چې پر نانوایانو باندې دې د وچې ډوډۍ وزنونه بېرته زیات کړی.
دغه وزنونه لومړیو کې د اوسنی سرپرست افغان حکومت د راتلو په لومړیو ورځو کې د اوړو او سون توکو د جګو بیو له امله کم شوی وو.
دوی د جلال آباد ښاروالی له مسولینو غوښتنه کوی، چې د جلال آباد ښار ټول نانوایانو ته د نوی ټاکلی وزن نرخنامې ورکړی.
د جلال ښاروالۍ بیا وایی، د جوزا له لومړۍ نېټې یې نوې نرخنامې وېشلی، چې په کې د یوې وچې ډوډۍ وزن له ۱۴۰ ګرامو څخه شاوخوا ۲ سوه ګرامو ته لوړ شوی دی، چې په دې سره د هرې وچې ډوډۍ وزن ۶۰ ګرامه ډېرښت موندلی.
جلال آباد کې د وچې ډوډۍ پلورونکی نانوایان بیا ډاډ ورکوی، چې د ښاروالۍ ټولو اصولو عملی کولو ته ژمن دی.
دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې د اوړو، غوړیو او نورو خوراکی او سون توکو پۀ بیو کې د پام وړ کمښت راغلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ