معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوست کې دوه تنه د ۱۳ کمپیوټرو د غلا په تور نیول شوي

خوست کې دوه تنه د ۱۳ کمپیوټرو د غلا په تور نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي، چې د امنيې قوماندانۍ اړوند د جرایمو د کشف منسوبینو د یو کشفي راپور پر اساس دوه تنه چې تېره شپه یې د مرکز اړوند ولس غږ خصوصي لېسې څخه ۱۳ عدده کمپیوټرونه غلا کړي ؤ، د غلا شويو کمپیوټرونو سره یو ځای نیولي دي.
نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او د دوی دوسیې به له بشپړېدو سره سمې اړونده ارګان ته وسپارل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس