کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک تر اعلان وروسته کندهار کې د نویو بانک نوټونو د وېش بهیر پیل شوې دی.
د خبر له مخې د کندهار اوسېدونکی د دغو نویو بانک نوټونو په وېش خوښ دی.
دوی وایی، مخکنی بانک نوټونه زاړه شوی وو، چې خلکو ته یې د راکړی_ورکړی پر مهال لوی سرخوږی جوړ کړی و.
د افغانستان بانک مسوولین وایی، هېواد کی یې له زړو بانکنوټونو سره د نویو د بدلون پروسه پیل کړې، چې په لومړی پړاو کې د لسګون او شلګون زاړه بانک نوټونه په نویو نوټونو بدلوی.
دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې د هېواد په ټولو ولایاتو کې خلک د زړو بانک نوټونو استعمال کې له ستونزو سره مخ وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ