رسنۍ په بدخشان کې د یوې خونړۍ چاودنې خبر ورکوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۸مه نېټه):
د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې نن شاوخوا لس بجې د بدخشان ولایت د پخوانی مرستیال مولوی نثار احمد احمدی د فاتحې په مراسمو کې چاودنه شوې ده.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معز الدین احمدی هم چاودنه تایید کړې ده.
سرچینې وایی، چاودنه د فېض آباد ښار په لومړۍ برخه کې د نبوی جومات دننه رامنځته شوې ده.
رسنیو د خپلو ځایی سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د لومړنیو اطلاعاتو له مخې په کې نږدې ۱۶ تنه وژل شوی او ۲۵ نور ژوبل دی، خو رسمی سرچینو تر دا دمه په دې اړه څۀ نه دی ویلی.
نثاراحمد احمدی د تېری سې شنبې په ورځ د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد ښار کې محکمې ته څېرمه په یوه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و .
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.