هندی تخنیکی ټیم بېرته کابل کې خپل سفارت ته استول شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۰مه نېټه):
د هندی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر پرون په نوی ډیلی کې یوې خبری غونډې ته ویلی، چې هند خپل تخنیکی ټیم بېرته په کابل کې خپل سفارت ته استولی دی.
نوموړی ویلی، د دغه ټیم دنده دا ده چې حالات وڅاری او وګوری چې هند په څه ډول د افغانانو ملاتړ کولی شی.
جی شنکر یاد کنفرانس کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د هند تمرکز اوس پر سیاست لږ دی او د افغانانو ملاتړ او په ځانګړی ډول له هغوی سره تاریخی اړیکو ته ډېر دی.
د هند د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلی، چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته یې خپل ډیپلوماتان له افغانستانه په دې خاطر وایستل، چې امنیتی اندېښنه یې لرله او دا کار ډېرو نورو هېوادونو هم وکړ، خو د وخت په تېرېدو یې خپل تخنیکی ټیم بېرته سفارت ته واستاوه، دوی له څه مودې راهیسې هلته دی او دنده یې تر یوه حده دا ده چې حالات له نږدې و ارزوی او وګوری چې څرنګه هند په هغه څه کې له افغانانو سره مرسته کولی شی چې هغوی ورته اړتیا لری.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.