کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۰مه نېټه):
اسلام اباد کې افغان سفارت د یو ټویټ په کولو سره ویلی، چې په پاکستان کې د افغانانو د وروستیو نیولو په اړه د افغان سفارت د مشر او د پاکستانی چارواکو ترمنځ غونډه شوې ده.
خبر زیاتوی، چې دغه غونډه کې د افغان سفارت مشر د افغانانو د نیول کېدو د مخنیوی غوښتنه کړې او ویلی یې دی، چې د بېلابېلو لاملونو له مخې د افغانانو نیول د دواړو ګاونډیو هېوادونو پر اړیکو منفی اغېز کوی، چې باید مخه یې ونیول شی.
د دغه سفارت په وینا پاکستانی چارواکو د ستونزو د هواری په برخه کې د سفارت مشرتابه ته ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې دوی به یوازې له قانونی اسنادو پرته خلک بېرته ستنوی.
دغه څرګندونې په داسې مهال کیږی، چې پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند د پاکستانی پولیسو له امله تریخ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ