په پښتو ژبه کې د پردیو لغاتو شتون
آیا ژبه سوچه کېدای شی؟
د ګهیځ ټولنې غړی محمد شعیب قریشی
پیلیزه
په دې کې شک نه شته چې هره ژبه چې څومره د پردیو ژبو له اثر څخه پاکه او سوچه وی، په همغه اندازه خوندوره او زړه راښکونکې وی، چې دا خبره د نړۍ ټولو لهجو او ژبو کې یو شان ده. خو په دې کې هېڅ شک نه شته چې د نړۍ هېڅ ژبه به هم داسې پیدا نه شی، چې هغه دې د نورو ژبو له اثر څخه پاکه وی، تر دې چې عربی –چې د قرآن ژبه ده- هم له ځانه سره د نورو ژبو کلمې لری.
هره ژبه د نورو ژبو څخه د څه را اخیستلو ته اړه ده او بیا ځنې ژبې دا توان لری چې د پردیو ژبو کلمې داسې خپلې او په خپل وجود کې دننه او ښکلې کړی، چې وروسته ډېری ژبپوهان هم پر دې نه پوهېږی، چې دا لغات او کلمې ګواکې د بلې ژبې دی او یا یې هم اصل ورته معلوم شی.
نن سبا چې ځنې کسان په دې اند دی چې باید له پښتو ژبې څخه د نورو ژبو کلمې لرې کړی، دا یو خیال او ناشونی کار دی او په دې کار د نړۍ د غټو او نړۍوالو ژبو پوهان هم نه دی توانېدلی، چې خپلې ژبې په هراړخیزه توګه د نورو ژبو له اثر څخه پاکې کړی، بلکې ځنې د نورو ژبو کلمات په بله ژبه کې داسې ګډ شوی وی، چې رېښې یې پیدا کړی او ژبې ته یې یوه ځانګړې ښکلا وربښلې وی.
ولې د یوې ژبې نه بله ژبه؛ څه اخلی؟
که له تاریخی عواملو تېرشو، چې څنګه ژبې منځ ته راغلی او یوه ژبه او بله ژبه څنګه منځ ته راغلې ده، داسې ډېر نور عوامل شتون لری چې کېدای شی یوه ژبه له بلې نه متأثره شی او لغات او تردې چې جملې یې خپلې کړی، چې له دې ډلې لاندې عوامل په ګوته کولای شو:
- علمی قوت: کله چې یوه ژبه په علمی اړخ کې تر نورو ډېره قوی وی، پوهان په کې ډېر وی او یا هم په تاریخی لحاظ ډېر لیکوالان لری، کتابونه پکې ښکل شوی وی، څېړنې پکې شوې وی او په میراث کې هراړخیز او قوی کتابتون ولری، نو هرومرو به د نورو ژبو خاوندان ترېنه ګټه پورته کوی او څه به ترېنه اخلی، چې په دې کار سره اړېنه ده چې ځنې د همدې قوی ژبې کلمات او نومونه خپل کړی او په خپله ژبه کې ځای ورکړی.
- اقتصادی قوت: دا ښکاره خبره ده چې د کومې ژبې د ویونکو اقتصادی حالت تر نورو قوی وی او په تجارت او صنعت کې وړاندې وی، نو ژبه به یې هم پر نورو اثر کوی، څه چې بازار ته وړاندې کوی او کوم نوم ورکوی، نو هغه نوم به نورې ژبې هم خپلوی او هر نوی شی چې نړۍ ته وړاندې کوی، نو نوم به هم د همدې قوی ژبې خاوندان ورته ټاکی، چې بېلګې یې، راډیو، ټلویزیون، مبایل، انټرنټ او داسې نور دی، که څه هم ډېره هڅه وشی چې دې نومونو ته دې بدیل پیدا کړای شی، خو هغه به په هېڅ توګه ولسی نه شی، ځکه چې همدا نومونه د کلی او ولس تر پرګنو رسېدلی او د هغوی د ژبې برخه ګرځېدلې وی.
- دینی عوامل: په دې کې شک نه شته چې دینی عوامل هم پر ژبو ډېر او هراړخیز اثر لری -او په ځانګړې توګه اسلام چې عربی ژبه یې د قرآن او حدیث او علومو ژبه او تر نور هر دین څخه په علمی اړخ کې هم ډېر قوی او په نړۍواله کچه د یو ستر کتابتون لرونکی دین دی- د همدې لپاره د عربی ژبې اثر پر نورو هغو ژبو ډېر زیات دی چې د هغو ژبو خاوندان مسلمانان دی، تر دې چې د خپلو علمی او ادبی زېرمې په وجه یې په هندی، انګلیسی او نورو ژبو هم خپل اثر اچولی دی او تر ډېره عربی کلمات او نومونه د دې ژبو برخه ګرځېدلی دی.
- په یوه سیمه کې د یو شی نه شتون: کله چې د یوې ژبې د ویونکو په سیمه کې یو شی شتون و نه لری او له بل ځایه ورته راشی، نو نوم به هم له همغه ځایه ورسره راځی او ډېر لږ داسې کېږی چې هغه نوم دې بدل شی، د بېلګې په توګه: ځنې مېوې او زراعتی توکی چې په افغانستان کې اصلا پخوا نه وو او له نورو هېوادونو ورته راتلل، لکه: کېله، مالټه، ام او داسې په لسګونه قسمه مېوې او دانې، نو نومونه یې هم د همغه کرونکی او پېداکوونکی هېواد نه راغلی دی او بدیل نوم یې هم ډېرو لږو ته پیدا شوی دی.
همدا راز هغه حیوانات چې زمونږ په هېواد کې په معاصر وخت کې نه روزل کېږی او نه هم وحشی شته دی، لکه: تمساح، ډلفین، زرافه، شارک (ماهی) او داسې نور… که څه ډېرو هڅه کړې چې نومونه یې بدل کړی، خو نه دی توانېدلی او نه هم هغو نومونو په ولس کې ځای نیولی دی.
- استعمار او بلواکی: یو له هغو مهمو عواملو چې د یوې ژبې کلمات او نومونه بلې ژبې ته انتقالوی، استعمار او د پردیو او زورور ولکه ده، چې همېشه د استعمار شوی هېواد پر ژبو د استعمارګر هېواد د ژبې اثر له ورایه ښکاره وی، چې ښه بېلګه یې په تېره زېږدیزه پېړۍ کې د پرنګی استعمار نښې دی، چې د هند پر لویه وچه، عربی نړۍ او تردې چې ټولې نړۍ یې پرېښی دی او تر دې چې د هند، پاکستان، بنګله دیش او د پخوانی هندوستان د ټولو هېوادونو د وګړو ژبې داسې په انګلیسی ژبه رنګ شوی دی، چې نیمه یې خپله او نیمه یې انګلیسی ژبه ده او په اوسنی وخت کې زمونږ په هېواد کې هم د نړۍوالو قوتونو له راتګ سره د انګلیسی ژبې اثر پر پښتو او دری ژبو له ورایه څرګند شوی دی.
د دې تر څنګ نور عوامل هم شتون لری چې یوه ژبه د بلې ژبې کلمات او نومونه خپلوی چې په سر کې یې رسنۍ دی. همدا راز تجارت او مهاجرت هم د ژبو او کلماتو په انتقال کې خپل ځانګړی رول لری.
پښتو ژبه له پردیو کلماتو خالی کېدای شی؟:
لکه څنګه چې ورته اشاره وشوه چې د نړۍ هېڅ داسې ژبه نه شته چې هغه دې –لږ یا ډېره- له نورو ژبو متأثره نه وی، نو په دې کې پښتو ژبه هم راځی او پښتو ژبه –سره له دې چې ډېره پخوانۍ ژبه ده- په علمی اړخ کې تر ډېره وروسته پاتې ژبه ده، که څه هم په وروستیو پنځه، شپږ لسیزو کې ورته ډېر کار شوی دی، خو په نړۍواله کچه څه، چې په سیمه ایزه کچه هم ډېر وړوکی کتابتون لری، چې هغه هم تر ډېره په دوو برخو کې دی: چې هغه ادب او دین دی، او په نورو علمی برخو کې له نه سره برابره ده او بل دا چې په اقتصادی، تعلیمی او سیاسی لحاظ هم پښتون قوم او پښتو ژبه د تاریخ په اوږدو کې خواره پاتې شوی ده او تر ډېره پښتنو زده کړې ته مخه نه ده کړې، تر دې چې زمونږ اکثره پخوانی شاعران او ادیبان هم بې تعلیمه او یا هم د جوماتی زده کړو شاګردان پاتې شوی دی.
نو دا جوته خبره ده چې پښتو ژبه هم له نورو ژبو متأثره شوې ده، څه یې ترې اخیستی دی او کېدای شی نورو هم ترینه اخیستی وی (چې په دې کې د افغانستان ځنې ژبې په طبیعی توګه له پښتو متأثره دی) خو پښتو ژبې ځینې د نورو ژبو کلمات او نومونه داسې خپل کړی دی او په خپل رنګ کې یې داسې رنګ کړی دی او داسې ښکلا یې ورکړې ده، چې اوس ځینې دا ګومان هم نه شی کولای، چې ګواکې دا د پښتو خپل لغات نه دی، بلکې ځینې کسان یې د پښتو د اصلی کلماتو له ډلې شمېری.
پښتو ژبه له کومو ژبو ډېره متأثره ده:
پښتو ژبې په ټولیز ډول له عربی، هندی او فارسی څخه ځینې کلمات او نومونه اخیستی دی او علت یې دا دی چې لومړی خو پښتانه د لوی هندوستان او ایران ترمنځ میشت قوم دی او عربی ژبه یې د دین او عقیدې ژبه ده، که څه هم پښتو کې د ځینې نورو ژبو کلمات هم شتون لری، خو هغه ډېر لږ دی، بل خوا د ینی علم هم تر ډېره په فارسی کتابونو کې راغلی او ډېری پښتنو علماوو په هند کې زده کړې کړی دی، تر دې چې په ځینې جوماتونو او دینی مدرسو کې تر اوسه هم فارسی کتابونه لوستل کېږی او ګلستان او بوستان ته ډېری خلک د دینی کتابونو په سترګه ګوری.
د نورو ژبو ځنې پښتو شوی کلمات:
که څه هم په پښتو ژبه کې د نورو ژبو کلمات او نومونه بې شمېره دی، خو دلته به د بېلګې په ډول ځینې هغه کلمات او توری را نقل کړو، چې په پښتو ژبه کې داسې ځای شوی دی، چې ډېر خلک ورته د سوچه پښتو کلماتو په سترګه ګوری، خو هغه په اصل کې پښتو نه دی:
- ماشوم، ماشومان: چې ځینې ورته کوچنیان او ایوانان (حیوانان) هم وایی په اصل کې عربی ژبې نه راخیستل شوی لغات دی، چې اسم صفت دی او اصل یې معصوم (یعنې له ګناه او ښویدنې پاک) دی چې په پښتو کې مفرد ماشوم (معصوم) او جمع یې ماشومان (معصومان) ده.
- خلک: چې اصل یې عربی (خلق) دی.
- انجلۍ: تر ډېره زما په خیال چې دا به د انګلیسی ژبې انجل (Angel) ښاپیرۍ څخه متأثره نوم وی، لکه څنګه چې انجلۍ په ډېرو ځایونو او ادبیاتو کې له پری سره تشبیه شوې ده، نو دا زما په اند له انګلیسی څخه اخیستل شوی نوم دی. همدا راز جینۍ، چې له عربی جن او جنی نه متأثره ښکاری.
- واده: چې د نکاح په کولو سره تر سره کېږی، په اصل کې د عربی له وعد یا وعدې (ژمنه یا تړون) څخه اخیستل شوې کلمه ده او دا یو تړون دی چې د ښځې او مېړه تر منځ تړل کېږی.
- لوز: لوز یې ورکړ) چې له کوژدې وړاندې د جینۍ د کورنۍ له لوری د هلک کورنۍ ته ورکول کېږی، چې اصلی یې د عربی (لفظ) کلمه او یا خبره ده، چې دلته په پښتو کې هم په همدې مفهوم را نقل شوې ده، چې د خولې لفظ یا خبره یې ورکړه، او پښتنانه د خولې له خبرې نه تېرېږی.
- هوسا: چې په پښتو کې د آرام او سوکاله په مفهوم کې استعمالېږی، چې اصل یې د عربی هوس (نفسانی غوښتنو او شهوت) نه اخیستل شوی دی، چې دلته هم دې ته ورته معنا ورکوی چې کله د انسان نفسانی غوښتنې تر ډېره پوره شی، نو هوسا شی.
- هلک: لکه څنګه چې ماشوم په پښتو کې د عربی له معصوم څخه اخیستل شوی دی، او معنا یې پاک او بې ګناه دی، نو هلک د عربی له (هلک, هلاک) نه اخیستل شوی دی, یعنې دا داسې دوره ده چې انسان که په دې دوره کې تر سمې او روغې تربیې لاندې ونه نیول شی، نو د هلاکت پر لوری ځی.
- ټوټه: چې د برخې، مات او یا هم د رخت او یا تکې لپاره په پښتو کې استعمالېږی، د کالیو ټوټه، د شعر ټوټه، چې په اصل کې د هندی یا پنجابی ژبې نه راغلې کلمه ده، چې په پنجابی کې هم د برخې، مات او یا هم د شعر یوې برخې ته استعمالېږی.
- ډګر: دا کلمه هم په هندی او اردو ژبو کې شتون لری، چې د لارې، نښې، طریقې او میدان په معناوو راغلې ده او په پښتو کې د میدان معنا ورکوی، لکه هوایی ډګر.
- هکله: چې د [اړه] او [باره] پرځای په پښتو کې کارول کېږی او اصل یې له عربی حقل څخه اخیستل شوی دی، چې د پراخه زمکې، شنه فصل، چاپېریال او نورې معناوې ورکوی او په لره پښتنو کې اوس هم اکثره پښتانه د هکله پرځای حقله استعمالوی، لکه: په دې حقله خلک وایی.
پایله:
دلته یوازې ما هغه کلمات ذکر کړل چې تر ډېره ورته خلک د پښتو کلمو په سترګه ګورې، که نه نو په ورځنیو خبرو او لیکنو کې موږ په سلګونو داسې تورې او لغات استعمالوو، چې له ورایه راته ښکاری چې دا یا عربی، یا فارسی، یا انګلیسی او یا د کومې بلې ژبې لغات دی، خو په ډېره روانۍ سره یې استعمالوو او بدیله کلمې هم ورته نه لرو او پوهونه هم پرې کوو.
بل خوا له پورتنۍ لیکنې نه زما موخه داده چې په اوسنۍ نړۍ کې د هرې ژبې خاوندان غواړی چې ژبه یې په نړۍواله کچه خپره شی، نړۍ یې وپېژنی، زده یې کړی او د نورو ژبو سیاله شی، چې د نړۍ غټې او خپرې ژبې تر ډېره هڅه کوی، چې ژبه یې آسانه او خلکو ته د منلو وړ شی او د نورو ژبو نه کلمات را اخلی او ورکوی یې، چې په نړۍواله کچه تر ټولو مشهوره او خوره ژبه انګلیسی هم له دې قاعدې مستثنی نه ده، له فارسی، هندی، عربی ژبو یې ډېر څه اخیستی دی، سره له دې چې له اروپایی ژبو هم ډېره متأثره ده، خو پر نړۍ داسې برلاسې ده چې د هېڅ هېواد وګړی -که هغه لوستی وی، که نالوستی- به داسې نه وی، چې له انګلیسی سره آشنا نه وی، او په اکسفورډ ډکشنری که وخت په وخت نوی کلمات زیاتېږی، تر دې چې د طالب او طالبان کلمه هم اوس د دې ډګشنرۍ برخه ګرځېدلې ده.
خو زمونږ ځینې پښتانه بیا هڅه کوی چې پښتو نوره هم ګرانه کړی، چې هسې هم په زده کولو کې ګرانه ژبه ده، تر دې چې اکثره پښتانه به هم په خپلې لیکلې پښتو و نه پوهېږی، او په دې اند چې ګواکې پښتو ژبه سوچه کول غواړی او له هغې څخه د نورو ژبو –په ځانګړې توګه د عربی ژبې- د کلمو او نومونو په ایستلو سره پښتو ژبه له استعمار څخه خلاصوی، چې لومړی خو دا کار ناشونی دی او د هېڅ ژبې خاوندان هم دا کار نه شی تر سره کولای، بل دا چې دا کار په خپله له پښتو ژبې او فرهنګ سره لویه جفا ده.
گهیځ