د ننګرهار کانال ریاست له لوری په ۱۳ جریبه ځمکه تفریحی پارک جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې وروسته تر څلورو لسیزو د هډې فارم اړوند عبدالخېلو بلاک کې د کانال په ۱۳ جریبه ځمکه باندې یو تفریحی پارک جوړیږی.
د خبر له مخې د هډې فارم د عبدالخېلو بلاک د ښېوې ولسوالۍ شګې قریې کې واقع دی، چې اوس پرې تازه ننګرهار کانال شرکت په خپل مالی لګښت د خپلو وسایلو نه په ګټې اخستنې، یو تفریحی پارک جوړوی.
د مسوولینو په وینا دې پروژې ته په تېر کې خپل منځی جګړو درانه ګذارونه ورکړی، چې اوس بشپړ کار او رغونې ته اړتیا لری.
ننګرهار کانال ریاست د مسوولینو په خبره د هډې فارم عبدالخېلو بلاک کې تر دې دمه ۵۲۹ جریبه ځمکه باندې باغونه جوړ شوی، چې ټول په کې ۳۲ زره ۸۷۷ بېلابېل ډوله بوټی کرل شوی، چې له دې سره لسګونه تنه ځوانانو ته کار زمینه هم په کې برابره شوې ده.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.