کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۰مه نېټه):
د راپورونو له مخې د فلسطین ولسمشر محمود عباس به د چین د ولسمشر شی جین پینګ په بلنه روانه اونۍ له چین څخه رسمی لیدنه وکړی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بینګ ولسمشر عباس د چین ښه ملګری بللی دی.
محمود عباس به له عربی هېوادونو څخه د سږکال لومړی مشر وی، چې چین ته رسمی سفر کوی.
د خبر له مهې وانګ ون بینګ ویلی، چې چین تل له فلسطینیانو څخه ملاتړ کوی، چې د خپل ملت قانونی حقونه بیا اعاده کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ