کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۰مه نېټه):
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د لوګر د پوهنې ریاست سره د شاوخوا ۷۰ زره امریکایی ډالرو په ارزښت د درسی موادو مرسته وکړه.
د پوهنې ریاست ویاند ویلی، دغه مرسته، چې ۸ سوه کېټه درسی مواد په کې شتون لری، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونسېف) لخوا شوې، چې شاوخوا ۷۰ زره امریکایی ډالر ارزښت لری.
د نوموړی په خبره یاده مرسته کې د لومړی ټولګی څخه تر شپږم ټولګی پورې د مرکز او ولسوالیو ۱۶ زره زده کوونکو لپاره ۱۰ قلمه بېلابېل درسی توکی شامل دی.
د ویلو ده، چې دغه مرستندویه نړیوال سازمان تېره اونۍ هم د دې ولایت د پوهنې له ریاست سره د ۲۳ زره امریکایی ډالرو په ارزښت د ۲۷۱ کېټه درسی موادو مرسته کړې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ