کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۱مه نېټه):
د اوسپنې پټلۍ اداره وایی، چې تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې نږدې ۵۴ زره ټنه انتقالات ترسره شوی دی.
د دغې ادارې په وینا تېره اونۍ د حېرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۵۳ زره ۶۵۴ مټریک ټنه توکی لېږدول شوی دی.
د خبر له مخې یادو توکو کې ۹۳۷ ټنه توکی صادر شوی هم دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملی اداره وایی، دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والی لپاره هڅه کوی او موخه یې دا ده، چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ