کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۱مه نېټه):
د راپورونو له مخې بدخشان ولایت کې تېره ورځ د یوې ترافیکی پېښې له امله درې تنو ژوند بایللی دی.
د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند ویلی، یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د کوف اب ولسوالۍ په “نشر” کلی کې یو ډاټسن موټر له سړکه واوښت او چپه شو.
نوموړی زیاته کړې، چې مړه شوی کسان د جوزجان او کابل ولایتونو اوسېدونکی دی.
دغه پېښه په داسې مهال شوې، چې تازه د هېواد کې د ترافیکی پېښو ډېرښت له امله د سرپرست حکومت ویاند له ترانسپورټ وزارته غوښتی، چې د ترافیکی پېښو په مخنیوی کې دې خپل مسوولیت ترسره شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ