ایران سل تنه نور افغان بندیان سرپرست افغان حکومت ته وسپارل

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۲مه نېټه):
ایرانۍ رسنیو د دې هېواد د عدلیې وزارت د بشر حقونو او نړیوالو چارو مرستیال عسکر جلالیان په حواله لیکلی، چې دغه سل تنه افغان زندانیان یې د افغانستان سرپرست حکومت ته سپارلی دی.
د دې رسنیو په راپور کې همداراز راغلی، چې دغه زندانیان د بند پاتې مودې د تېرولو لپاره په سیستان او بلوچستان ولایت کې د نیمروز له لارې د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو ته سپارل شوی دی.
په ورته وخت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایی، چې د هرات د اسلام کلا بندر له لارې له ایران څخه دوه زره او ۵۳۴ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.
د ځایی مسولینو په وینا، له یادو کسانو څخه ۲۸۸ یې د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.