کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۲مه نېټه):
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګه، په ټول افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د تشخیص لپاره د ۳۷ مرکزونو د جوړېدو خبر ورکوی.
هاخوا ځینې ډاکټران د پولیو ویروس د له منځه وړلو په موخه د دا ډول مرکزونو جوړېدل اړین بولی.
یاد سازمان تر دې مخکې له ټولو خلکو غوښتی، چې خپل ماشومان سمدستی د پولیو په وړاندې واکسین کړی او له تل پاتې فلج څخه یې وژغوری.
د راپورونو له مخې، روان کال د ننګرهار په بټی کوټ، کوټ، نازیان او بهسود ولسوالیو کې تر دې دمه د ګوزڼ څلور مثبتې پیښې ثبت شوې دی.
دا په داسې حال کې ده چې پر ختیځې حوزې سربېره ویل شوی، چې کندهار حوزه کې هم په دې وروستیو کې په چاپېریال کې د پولیو د مثبت ویروس نښې موندل شوې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ