د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۲مه نېټه):
د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو وړاندوینه شوې ده.
د هوا پېژندنې ادارې په اعلامیه کې راغلی، چې نن او سبا ورځ د هېواد په مرکز او ۱۲ ولایتونو کې د اورښتونو، سختو بادونو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سالنګ په ګډون بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، کابل، لوګر، مېدان وردګ، پروان، کاپیسا، پنجشېر هغه ولایتونه دی، چې د اورښتونو احتمال په کې شته.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په بېلابېلو ځایونو کې د اورښت اندازه له ۱۰ تر ۲۵ ملی مترو پورې اټکل شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.