کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۳مه نېټه):
د هندی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد چارواکی په پام کې لری چې د چابهار بندر له لارې ۲۰ زره ټنه نور غنم هم افغانستان ته ولېږدوی.
ټایمز آف انډیا خبری آژانس د دغو چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د پاکستان له لارې افغانستان ته د ۴۰ زره ټنه غنم له لېږلو وروسته به د هند حکومت د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ۲۰ زره ټنه نور غنم هم ورکړی.
تمه کیږی، چې په لومړۍ جوپه کې د څه باندې ۲ زره ۵ سوه ټنه غنم روانه اونۍ د چابهار بندر له لارې هرات ته راورسیږی.
دا په روان کال کې د هند له خوا افغانستان ته د خوراکی توکو لومړۍ جوپه ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ