کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې استخباراتو ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د بغلان ولایت د استخباراتو ریاست منسوبینو د یو لړ کشفی راپورونو پر اساس د مرکز پلخمری په اړوندو کې عملیات ترسره کړی، چې په پایله کې یې یو شمېر وسلې او مهمات، چې په ناقانونه توګه ساتل شوی وو، کشف او ترلاسه کړی دی.
خبر پاڼې زیاته کړې، چې په ترلاسه شویو وسلو کې ۱ پایه دهشکه، ۱۶ میله کلاشنکوفونه، اوه کړۍ تفنګچی، سلګونه فیره مرمۍ او نظامې لباسونه شامل دې.
تر دې وړاندې هم په یاده سیمه کې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې د استخباراتی ځواکونو له لوری نیول شوی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ