کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۳مه نېټه):
د ترکی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د اذربایجان د ولسمشر الهام علی اوف په رسمی بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.
د ترکی رسنیو د معلوماتو له مخې، دواړه مشران به تر مخامخ خبرو وروسته د پلاوو په کچه هم بحثونه ولری او وروسته به په یو مطبوعاتی کنفرانس کې د خپلو کتنو جزیات له رسنیو سره شریک کړی.
ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو ولسمشران به د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د سیمې او پر نړیوالو حالاتو خبرې وکړی.
بلخوا، قبرس هېواد اذربایجان ته د اردوغان سفر غندلی او ویلی یې دی، چې دغه سفر د ملګرو ملتونو له پرېکړې څخه ښکاره سرغړونه ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ