کابل کې په کور د ننه د تولید شویو درملو نندارتون جوړ شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۳مه نېټه):
د راپورونو له مخې کابل کې د لومړی ځل لپاره په کور دننه د تولید شویو درملو او روغتیایی توکو نندارتون جوړ شو.
د خبر په اساس دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړی.
د یاد نندارتون په پرانیست غونډه کې د درملو د تولیدوونکو شرکتونو مسوولینو هېواد ته په قاچاقی توګه د درملو د راوړلو د مخنیوی غوښتنه وکړه.
د درملو د تولیدوونکو شرکتونو د ټولنې استازو وویل، چې اوسمهال هېواد کې د درملو د تولید په برخه کې ۳۲۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې، چې ۸۱۰ قلمه درمل په کور د ننه تولیدیږی.
د درملو د تولیدوونکو شرکتونو استازی وایی، اوسمهال د درملو د تولید په فابریکو کې پنځه زره تنه په کار بوخت دی او افغانستان د ۱۵ قلمه درملو په برخه کې هم د کمیت او هم د کېفیت له پلوه په ځان بسیا دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.