کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امنیتی مسوولینو د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ او د مرکز لښکرګاه د اولې امنیتی حوزې قلعه کهنې سیمه کې پر اوسپنې بار دوه عرادې موټرې نیولی دی.
د خبر پر بنسټ امنیتی مسوولینو د ګرمسېر ولسوالۍ او اولی امنیتی حوزې د ځواکونو له لوری په اوسپنه بار یوه عراده مازدا او یوه عراده ټیوټا ډوله موټر نیول شوی، چې یادو کسانو غوښتل په غیر قانونی او قاچاقی ډول اوسپنه، مبلین او یو شمېر نور اجناس له هېواده بهر ولېږدوی.
د دوی په خبره د دغه قاچاق په تور یې دوه تنه هم نیولی او عدلی_قضایی ارګانونو ته یې ور وپېژندلی دی.
د یادونې وړ ده، چې د سرپرست افغان حکومت له لوری بهر ته د اوسپنې پر لېږد تر بندیز وروسته د هېواد په اکثرو سرحدی سیمو کې د ورته قاچاق د مخنیوی خبر ورکړی او ځینې مهال یې په تور خلک هم نیولی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ