کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر لۀ مخې دغه ولایت کې کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست ادارې ویلی، د سپین بولدک له لارې د جوزا میاشتې په ۲۱مه او ۲۲مه نېټه ۹۴ افغان کډوالې کورنۍ چې ۵۳۱ تنه وو، بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.
د مسوولینو په خبره راستنې شوې کورنۍ یې ثبت کړی او د مرستو ترلاسه کولو لپاره یې مختلفو موسساتو ته ورپېژندلی دی.
دې وروستیو کې د پاکستانی پولیسو لخوا یو وار بیا افغان کډوالو سره د زور_زیاتی کړنو ډېرښت موندلی، چې له امله یې ډېری افغان کډوالو بېرته خپل هېواد ته مخه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ