نایجیریا کې د کښتۍ ډوبېدو له امله څۀ باندې سل تنه مړه شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۴مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د راپورونو په اساس نایجریا کې یوه کښتۍ چې د یو واده څخه بېرته راستنیدونکی کورنۍ په کې سپرې وې، سیند کې چپه شوې ده.
رسنۍ زیاتوی، چې د دغې کښتۍ د چپه کېدو له امله ۱۰۳ تنه مړه شوی دی.
د خبر پربنسټ دغه پېښه د نایجریا د کاوارا په ایالت کې شوې ده.
د دې ایالت د پولیسو مشر اوکسانمی اجیی فرانس پرېس خبری اژانس ته ویلی، چې تر اوسه د ۱۰۳ کسانو مړی موندل شوی او تر سلو ډېر ژوندی ژغورل شوی دی.
نوموړی ویلی چې لا هم د ژغورنې او لټون عملیات روان دی او ښایی د مړو شویو کسانو شمیر لوړ شی.
تر اوسه معلومه نه ده چې په دې کښتۍ کې څومره کسان سپاره وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.